CRI Online

بهرنيو کارپوهانو ته د چين حکومت د دوستۍ مډالونو د ورکولو مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 09:01:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين حکومت له لوري بهرنيو کارپوهانو ته د ۲۰۱۹ کال د دوستۍ مډالونو د ورکولو مراسم د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په تالار کې تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او مرستيال صدراعظم ليو هه جايزه ګټوونکو بهرنيو کارپوهانو ته مډالونه ورکړل او يوه وينا يې وکړه.

نوموړي د چين حکومت په استازيتوب د ۳۱ هېوادونو ۱۰۰ تنو جايزه ګټوونکو کارپوهانو ته توده مبارکي وويله او په چين کې ټولو بهرنيو کارپوهانو او د دوی خپلوانو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې او له دوی څخه يې مننه وکړه. د چين حکومت د دوستۍ مډالونه په دغه هېواد کې د هغو بهرنيو کارپوهانو د ستاينې لپاره ډېرې وياړلې جايزې دي چې د چين د عصري کېدو په ابادۍ کې يې غښتلي خدمتونه کړي دي. له ۱۹۹۱ کال راهيسې ۱۶۹۹ بهرنيو کارپوهانو دغه مډالونه تر لاسه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای