CRI Online

د نوي چين د تاسيس د ۷۰ مې کليزې د لمانځنې مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-10-01 15:41:40

د چين پرمختګ نوې زمانې ته داخل شوی. په تاريخ کې پر نړۍ د چين اغيزه هېڅکله هغومره ژوره او اوږد مهاله نه وه لکه نن ورځ او چين ته د نړۍ پاملرنه هېڅکله دومره پراخه او ژوره نه وه لکه نن ورځ چې ده. د اکتوبر د لومړۍ نېټې په سهار د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې لمانځغونډه، پوځي رسم ګذشت او ډلې ډلې د ولسي وګړو لوی قطارونه د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې ترسره شول. په دغو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ يوه مهمه وينا وکړه او دغه رسم ګذشت يې له نژدې وکوت. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په تېرو ۷۰ کلونو کې چينايانو په ګډه کار وکړ او د هغو سترو لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره يې سخت کارونه وکړل چې له امله يې نه يوازې چين بلکې نړۍ يې روښانه کړې ده. نن ورځ سوسياليست چين د نړۍ په ختيځ کې ولاړ دی. هېڅ ځواک نشي کولی د چين مقام له پامه وغورځوي او د چينايانو او د چين ملت د پرمختګ خنډ وګرځي.

د اکتوبر د لومړۍ نېټې سهار په لسو بجو د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۰مې کليزې لمانځغونډه پيل شوه.

د شي جين پينګ په ګډون د چين د کمونېست ګوند او دولتي مشران د تيان ان من برج په مرکز کې ودرېدل او په ميدان کې د ټولو برخو استازو او په چين او ټوله نړۍ کې له چينايانو سره يو ځای د نوي چين د جوړېدو ۷۰مه کليزه يې ولمانځله.

له ۷۰ کلونو راهيسې چينايي کمونيسټانو د ټولو قومونو خلک سره متحد او رهبري کړي او "چيني عجايب" يې رامنځته کړي چې د نړۍ پام يې ځانته اړولی دی. نوی چين د خپل تاسيس په پيل کې له يو غريب هېواد نه د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک او د نړۍ د اقتصادي ودې لومړی انجن ته مخه کړې. له ۷۰۰ مليونو څخه ډېرو کليوالو له بېوزلۍ څخه ځانونه ګوښه کړي او د بشري فقر په کمولو کې يې تر ۷۰ سلنې ډېر مرسته کړې ده. چين په نړۍ کې د غربت کمولو په برخه کې ترټولو لوی نفوس لرونکی هېواد دی. په نړۍ کې د چين مقام او اغېز ډېر لوړ شوی او ورځ تر بلې د نړيوالې صحنې مرکز ته په رسېدو دي.

شي جين پينګ په ياده لمانځغونډه کې په خپلې وينا کې په اشارې سره وويل چې ۷۰ کاله دمخه د چين د ولسي جمهوريت تاسيس له عصري وختونو وروسته په تېرو سلو کلونو کې د چين د غريبو ، ضعيفو او ځورېدونکو خلکو غمجن برخليک په بشپړ ډول بدل کړ او چيني ملت د نوي ځوان نسل په لور حرکت وکړ.

په تېرو ۷۰ کلونو کې د هېواد د ټولو قومونو خلکو په ګډه کار کړی او د سترو لاسته راوړنو د لاسته راوړلو لپاره يې ډېر کار کړی چې له امله يې نړۍ پرمختګ کړی دی. نن ورځ سوسياليست چين د نړۍ په ختيځ کې ولاړ دی. هېڅ ځواک نشي کولی زموږ د هېواد حيثيت راکم کړي او هېڅ ځواک نشي کولی د چينايانو او چيني ملت پرمختګ مخه ونيسي.

د پرمختګ په لاره کې موږ بايد د سوله ييز يووالي او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو پر تګلارو ټينګار وکړو، د هانکانګ او مکاو اوږد مهاله سوکالي او ثبات وساتو ، د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو سوله ييز پرمختګ ته وده ورکړو ، ټول چينايان سره متحد کړو او د هېواد د يووالي د ساتلو لپاره ګډو کوښښونو ته دوام ورکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای