CRI Online

په چين کې به د بېوزلۍ مسئله په پوره توګه حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-15 10:20:08

د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو دفتر مشر ليو يونګ فو په دې وروستيو کې په يوه غونډه کې وويل، چې د اټکل له مخې، د روان کال په پای کې به په چين کې له اوسنيو معيارونو سره سم ٪۹۵ بېوزلي کسان او ٪۹۰ بېوزلۍ ولسوالۍ له غريبۍ څخه وژغورل شي.

۲۰۱۹ کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی. د چين حکومت له بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين ځانګړتيا لرونکې لار پيدا کړې او له بېوزلۍ څخه يې تر ۷۰۰ مليونو تنو زيات بېوزله کليوال ژغورلي، دغه راز چين په نړۍ کې لومړی د م م د زريز کال انکشافي موخې ته رسيدلی او له بېوزلۍ څخه د ژغورل شويو کسانو شمېر يې تر ټولو زيات دی.

د نوموړي په وينا (( د ۲۰۲۰ کال له کوښښونو وروسته به هغه مسئله چې چيني ملت په تېرو څو زرو کلونو کې بېوزلۍ ډېر ځپلی، په پوره توګه حل شي. )). له دغه وضعيت څخه ښکاري چې د چين ځانګړتيا لرونکې لار مناسبه ده.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای