CRI Online

د پاکستان صدراعظم د افغانستان د جګړې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د زور زياتي کړنې کمې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-10-29 17:38:47

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان د جوړ جاړې چارو په هکله د امريکا له ځانګړي استازي زلمی خليلزاد سره د ليدنې په وخت کې د افغانستان له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د واقعي فعاليتونو له لارې د زور زياتی کړنې کمې کړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په همدې ورځ ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې عمران خان پر دې ټينګار کړی چې پاکستان به په افغانستان کې له سولې او جوړ جاړي څخه ټينګ او صميمي ملاتړ وکړي.

د پاکستان صدراعظم وويل چې اړوندې خواوې بايد په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په جريان کې ستونزې ليرې کړي او ژر تر ژره له سياسي لارې د دغې مسئلې حلولو دواملرونکې لايحه وړاندې کړي.

هغه وويل چې پاکستان به د سولې تړون لاسليکېدو لپاره تر خپلې اندازې پورې هلې ځلې وکړي. په افغانستان کې دواملرونکې سوله او پرمختګ، امنيت او ثبات د پاکستان له ملي ګټو سره سمون لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای