CRI Online

وانګ يي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2019-12-04 10:15:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د دسمبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې د ۲۰۱۹ کال لپاره د سترې چينې په نوم نړيوال فورم کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلی و.

وانګ يي څرګنده کړه چې د افغانستان حالات کليدې مرحلې ته ننوتلي او د اوس لپاره تر ټولو بيړنۍ دنده د امريکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو او بين الافغاني خبرو اترو ته پرمختګ ورکول دي. چين تل د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا درناوی کړی او کوي يې او هيله لري چې د افغانانو له غوښتنې سره سم د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حامد کرزي وويل: افغانستان د بين الافغاني ديالوګ د هڅولو لپاره له چين څخه د زړه له کومې مننه کوي او غواړي چې له چين سره په لا زياتې همغږۍ سره د دغه ديالوګ ژر تر سره کېدل پرمخ بوزي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای