CRI Online

د افغانستان ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د ټولټاکنو لومړنۍ پايلې نه مني

cri     (GMT+08:00) 2019-12-23 10:08:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت اجرائيه رئيس او ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د دسمبر په ۲۲مه نېټه د يوې مطبوعاتي غونډې په جوړولو سره اعلان وکړ چې هغه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لومړنۍ پايله نه مني.

هغه په دې خبري ناسته کې وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون لخوا خپرې شوې پايلې ورته د منلو نه دي او د ټاکنو شکاياتو خپلواک کمېسيون څخه يې وغوښتل چې ټول شکايتونه وڅيړي او له قانون سره سم د ټاکنو نتيجه خپره کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دسمبر په ۲۲مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې يې اوسني ولسمشر اشرف غني ۵۰.۶۴ سلنه رايې او عبدالله عبدالله ۳۹.۵۲سلنه رايې تر لاسه کړې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای