CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د يوې مهمې پروژې په توګه د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه فرصتونه برابر کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-12-27 11:29:52

په چين کې د پاکستان د سفارت لويې سفيرې نغمنا هاشمي د دسمبر په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادۍ د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.اوس پاکستان د صنايعو ابادي پياوړې کړې او په دې هېواد کې د بېلا بېلو هېوادونو د پانګونې هر کلی کوي.

هاشمي چې له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۰۷ کاله پورې يې په چين کې د پاکستان په سفارت کې کار کاوه ، روان کال په چين کې د پاکستان د لويې سفيرې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته چين ته راغلې او دا يې ليدلی چې په چين کې د بنسټيزو تأسيساتو او تخنيکي سويې په شمول ډېرو برخو کې ستر بدلونونه راغلي دي.

د نوي کال د رارسيدو پر مهال هاشمي هيله وښودله چې بېلا بېلې خواوې د پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو د لا پرمختګ او د ياد دهليز د ابادۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای