CRI Online

د افغانستان په لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنه مړه شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-12-29 15:40:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د لغمان ولايت د ولي وياند اسدالله دولتزي د يکشنبې په ورځ وويل چې د دغه هېواد په لغمان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنه مړه شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې د شنبې په ورځ دوو مسافر وړونکو موټرونو د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ په د اورياخيل سيمه کې د کابل او جلال اباد پر عمومي سړک ټکر کړی چې له امله يې د دوو ښځو په شمول ۴ مسافرين مړه شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان کې کابو ۷۶۹۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې له امله يې ۶۹۲ کسان مړه شوي او ۳۹۶۰۰ کسان نور ټپيان شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای