د جنورۍ په ۵مه نېټه د افغانستان يوې پوځي اعلاميې د دې پخلی وکړ چې يوه ورځ مخکې ۸ اورپکي د ختيځ ننګرهار په خوګياڼي ولسوالي کې د طالبانو پر ضد د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغه اعلاميه کې نور هېڅ اړوند جذئيات نه دي ورکړل شوي، يوازې ويل شوي چې دغه هوايي بريد هېڅ ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
نور طالبان چې په شاوخوا سيمه کې فعاليتونه کوي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |