د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کندوز ولايت وياند عصمت الله مرادي وويل چې څلور وسله وال او يو پوليس د يکشنبې په سهار د افغانستان په شمال د کندوز ولايت د کندوز ښار له مرکز بهر د يو بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.
مرادي وايي چې د بريد دغه پېښه هغه وخت وشوه کله چې د وسله والو يوې ډلې د انګور باغ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او پوليسو هم ځوابي ډزې وکړې او څلور وسله وال په دغه بريد کې وژل شوي او نور د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي.
هغه وويل چې په دې امنيتي پوسته کې يو پوليس چې د قومندان په توګه يې کار کاوه هم په دغه بريد کې وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.
هغه زياته کړه چې پوليسو په دې سيمه کې د امنيت د ساتلو لپاره چاڼيز عمليت پيل کړي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ نه دي ويلي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |