د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دولت ملي دفاع وزارت اړوند چارواکي د جنورۍ په شپږمه نېټه وويل چې د دغه هېواد امنيتي پوځ د پنځمې نيټې په شپه د کندز په ولايت کې د طالبانو پر يو پټنځای بريد وکړ چې له امله يې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي.
د کندز ولايت وياند عصمت الله مهدي وويل چې د افغانستان امنيتي پوځ د بريدګرو چورلکو په وسيله د دغه ولايت د اکتاش په سيمه کې د طالبانو پر يو پټځای هوايي بريد وکړ چې د ځايي طالبانو د يو مشر په شمول پنځه تنه وژل او دري تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |