سينهوا اژانس د جنورۍ په ۹مه نېټه له کابل څخه خبر ورکړ، چې د افغان حکومت يو چارواکي د جنورۍ په ۹مه نېټه وويل، امنيتي ځواکونو په همدې ورځ په کندز ولايت کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات تر سره کړل چې پکې يې ۶ طالبان وژلي دي.
په کندز کې د پامير د ۲۰ فرقې مطبوعاتي مسئول عبدالخليل خليلي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د دې ولايت د چقور قشلاق په سيمه کې د طالبانو پر يوې اډې ناڅاپي بريد وکړ چې له امله يې د طالبانو د يو ځايي مشر په ګډون ۶ طالبان ووژل شول او ۵ وسله وال ژوندي ونيول شول. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |