د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوليسو چارواکي د جنورۍ په لسمه نېټه وويل، د همدې ورځې په شپه د بلوچستان ايالت د مرکزي ښار کوېټې په يو مسجد کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
د کوېټې ښار د پوليسو ادارې يوه چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، د چاودنې د پېښېدو په وخت کې په دغه مسجد کې لمونځ کوونکي په لمانځه و. د چاودنې له امله زياته مرګ ژوبله رامنځته شوې چې د کوېټې پوليسو ادارې مرستيال سرمامور هم په مړو شويو کسانو کې شامل دی. د بل خبر له مخې، داعش ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستلی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |