CRI Online

د افغانستان په زياتو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-21 10:05:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د جنورۍ په ۲۰مه نېټه وويل، چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد په زياتو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې او جګړې شوې او له امله يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امنيتي ځواکونو د جنورۍ له ۱۹مې نېټې څخه راپدېخوا په ۱۱ ولايتونو کې ۱۴ ځلې تصفيوي عمليات تر سره کړي چې پکې يې ۱۸ وسلوال طالبان يې وژلي، د چاودېدونکو موادو يو ګدام يې ويجاړ کړی او ګڼ شمېر مرمۍ او موټرسايکلونه يې نيولي دي. همدارنګه امنيتي ځواکونو د سړک غاړې ۱۰ بمونه پيدا او له منځه وړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای