CRI Online

ليو جيان د افغان چارو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-01-22 21:07:38

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندګنګ شوانګ د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين حکومت د افغان چارو په هکله د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ليو جيان ټاکلی دی.د افغان چارو په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی دنګ شي جون په دې وروستيو ورځو کې د جنوب ختيځې اسيا په ټولنه کې د لوی سفير دنده پيل کړه.

ګنګ شوانګ وويل چې چين تل په فعاله توګه د افغانستان د سولې او پخلاينې په بهير کې ګډون کړی او له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادلې،همغږۍ او د افغانستان د چارو په هکله له نورو هېوادونو سره نړيوالې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري.د ښاغلي ليو جيان په هکله هغه وويل چې ځانګړی استازی ليو جيان تجربه لرونکی ديپلومات دی چې پخوا يې په وار سره په افغانستان، ماليزيا او پاکستان کې د چين د سفير دنده درلوده، نو د افغانستان له چارو سره بلدتيا لري. چين به په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره خپل رغنده رول ته ادامه ور کړي.

د دې ترڅنګ ګنګ شوانګ هم د افغانستان مسئلو د سياسي حل وفصل په برخه کې د ښاغلي دنګ شي جون د خدمتونو لوړه ارزونه وکړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای