په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د دې هېواد د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره وکتل، په دغه کتنه کې د چين سفارت د سياسي څانګې مشر جانګ لي جون هم ګډون درلود. دواړو خواوو د افغانستان د سولې او روغې جوړې د بهير په اړه د نظريو تبادله وکړه. سفير وانګ يو نوموړي ته (( د کنفوسيوس کيسې )) پښتو نسخه ډالۍ کړه او د چين د پسرلني اختر په مناسبت يې ورته مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |