CRI Online

د امريکا د ملي دفاع وزارت تائيده کړه چې د الوتکې دوه پيلوټان مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-30 15:52:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د افغانستان په غزني کې د الوتکې د لوېدو په تازه پېښه کې دوه پيلوټان مړه شوي دي او د دغې پېښې په مناسبت تحقيقات روان دي.

په افغانستان کې د امريکا پوځ د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې په همدې ورځ د دوو پيلوټانو مړي او د دغې الوتکې تور بکس پيدا شوي او د دغې الوتکې ټوټې يې ويجاړې کړې دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای