د ايران د فارس ټودې په نوم د يوې ويبپاڼې د خبر له مخې د فبروري په دويمه نېټه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا له ځانګړي استازي سره د کتنې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې امريکا پر افغانستان هوايي بريدونه بند کړي.
د خبر له مخې حامد کرزي ويلي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو پر افغانستان باندې ډېر بريدونه وکړل چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ډېر افغان ملکيان وژل شوي دي. نو هغه له واشينګټن څخه غوښتنه وکړه چې دغه بريدونه پای ته ورسوي.
هغه هيله هم وښودله چې په افغانستان کې جګړه ژر پای ته ورسيږي او پکې ارامتيا او سوله رامنځته شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |