CRI Online

د طالبانو وياند: امريکا له طالبانو څخه نوې غوښتنې وکړې چې دا د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو مخنيوی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-03 22:12:08

د چين د نيوز ويبپاڼې د فبروري د درېيمې نيټې د خبر له مخې د طالبانو يو وياند وويل چې طالبانو د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ډيالوګ ساتلی، خو امريکا له طالبانو څخه نوې غوښتنې وکړې چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ خبرو اترو کې هېڅ ستراتيژيک پرمختګ نه دی رامنځته.

يوه سرچينه وايي چې طالبانو په افغانستان کې د زورزياتي پېښو د کمښت لپاره پر ابتدايي تدبيرونو موافقه وکړه.خو د امريکا ياد ځانګړی استازي له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې په پوره توګه د اوربند تر سره کړي،خو طالبان غواړي چې د وروستي تړون له لاسليکولو وروسته د امريکا پردغې غوښتنې غور وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای