CRI Online

د افغانستان امنيتي ځواکونو ۲۶ وسله وال ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-06 11:44:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۵مه نېټه وويل چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څو ولايتونو کې پر وسله والو ډلو هوايي بريدونه وکړل او لږ تر لږه ۲۶ وسله وال يې ووژل.

د افغانستان امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې هېواد هوايي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، هلمند او هرات ولايتونو کې د طلبانو پر ځايي هډو هوايي بريدونه وکړل او ۱۸ وسله وال يې ووژل.

د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې افغان هوايي ځواک د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د کندز په بېلا بېلو ځايونو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړل، ۸ وسله وال يې ووژل او ۷ وسله وال يې نور ټپيان کړل.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد د روانې مياشتې په ۵مه نېټه وويل، د دې هېواد امنيتي ځواکونه به پر وسله والو طالبانو تهاجمي بريدونو ته دوام ورکړي.(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای