د پاکستان د دری ګونو ځواکونو خبري ریاست د روانې میاشتې په ۱۸مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د پاکستان پوځ په همدې ورځ د (تندر-۲ ) د کروز توغندی په بریالۍ توګه وتوغولو. په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د دغه توغندي د ویشتلو واټن ۶۰۰ کیلومترو ته رسیږي او ورسره دقیق لارښوونکی سیستم هم لري. د پاکستان ولسمشر او صدراعظم په همدې ورځ په جلاجلا توګه اړوندو کارکوونکو ته مبارکي هم ویلې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |