CRI Online

د م م چارواکی: د افغان پناه وړونکو مسئلې په اړه نړيواله غونډه به له دغو پناه وړونکو سره د لا زياتو نړيوالو مرستو د برابرولو لپاره مثبت رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-19 09:59:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان پناه وړونکو مسئلې په اړه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې پای ته ورسېده. د م م د پناه وړونکو ادارې د اسيا او ارام سمندر سيمې مسؤل ايندريکا راټواټ په دغه غونډه کې څرګنده کړې چې نړيوالې ټولنې د دغې غونډې په ترڅ کې د افغان پناه وړونکو د اړتياوو په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړي او په دې مناسبت به ورته لا زياتې مرستې برابرې کړي.

نوموړي په همدې ورځ د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې له افغان پناه وړونکو سره د نړيوالې ټولنې مرستې د کمښت په حال کې دي، نو دغه غونډه به د هغو پناه وړونکو د ستونزو د ليرې کولو لپاره ګټوره وي چې د پاکستان او ايران د پناه وړونکو په کمپونو کې اوسېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای