CRI Online

د روسيې خارجه وزير: روسيه غواړي د افغانستان د سوله ييزو خبرو اترو لپاره ښه زمينه برابره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-20 10:22:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه هيله څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلې خپرېدا او د دې په مناسبت د مختلفو خواوو غبرګونونه د افغانستان پر وسله ييزو خبرو اترو باندې اغيزې ونه لګوي. روسيه غواړي د دغو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايله اعلان کړه او د دغه هېواد اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د نوې دورې ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو د افغانستان د حکومت اجرائوي مشر عبدالله عبدالله دغه پايله رد کړې. د دې ترڅنګ، افغان طالبانو هم ياده پايله رد کړې او اعلان يې وکړ چې د نوې دورې ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني ټاکنه له اوسني سوله ييز بهير څخه سرغړونه ده.

د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د افغانستان د ولسي جرګې له مشر مير رحمان رحماني سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې روسيه افغان سوله ييز بهير ته پاملرنه کوي او غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. روسيه هيله لري چې د افغانستان خلک په خپل منځ کې ګډو نظريو ته ورسېږي او د افغانستان د حالاتو ښه والی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا لپاره ګټور وي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای