CRI Online

افغان پوليسو په ننګرهار کې زيات چاودېدونکي توکي کشف کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-02-20 15:13:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د پوليسو مرستيال مشر سالم توتاخيل د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې افغان پوليسو په دغه ولايت کې کابو ۱۰۰ بورۍ چاوېدونکي توکي کشف او د ممکنه بريدونو مخه يې ونيوله.

نوموړي څرګنده کړه چې همکارانو يې له يو کور نه زيات شمېر اممونيوم نيترېټ او څو بنډله برقي لاينونه پيدا کړي او يو په دې تړاو يې يو تن هم نيولی.

نيول شوي کس په ترهګريزو بريدونو په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای