په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له سرپرست وزير محمد فهيم هاشمي سره وکتل. دواړو خواوو په دغه کتنه کې د مخابراتو او ډيجټال اقتصاد په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه د نظريو تبادلې وکړې. د دغه وزارت د دفتر مدير او د لايحې او تګلارو ادارې مشر هم په دغه کتنه کې حاضر و. سفير وانګ په دغه کتنه کې له نوموړي سره له نوي کورنا ويروس سره د مقابلې په اړه تدبيرونه او حالات شريک کړل او څرګنده يې کړه چې چين د دغه ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې ښکاره پرمختګ موندلی دی. د چين ډيجټال اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی او نوی پرمختيايي ټکی ګرځېدلی دی او له دغه ويروس سره د مقابلې تر څنګ د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ انجين هم ګرځېدلی دی. چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه، ښه دوستان او ښه ملګري دي، د ډيجټال اقتصاد په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ستر پټ قوت شتون لري. چين غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره لا نژدې تګ راتګ وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |