CRI Online

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار طالبانو ته د تاوتريخوالي د کمولو معاملې د ماتولو په اړه خبرداری ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-02-24 13:31:49

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار رابرټ او برائن د يکشنبې په ورځ وويل، ښايي چې د دغه هېواد له طالبانو سره د هوکړې احتمالي لاسليکېدل هغه وخت له خطر سره مخ کيدلی شي. که چيرې طالبان د تاوتريخوالي پلان د کمولو په اړه له امريکا سره موافقې څخه سرغړونه وکړي، نو بيا به موږ دې ته په دقيق ډول وګورو او زه فکر کوم چې ښايي هغه مهال موږ بياله له طالبانو سره د هوکړې د لاسليکولو امکان شتون ونه لرو.

هغه زياته کړه چې موږ به د هغه څخه لاندې کچې ته سرتيري کم نه کړو چې په افغانستان کې د امريکايانو ګټو او زموږ د ملګرو د ساتنې لپاره اړين دي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ هند ته د خپل سفر پيل کولو څخه د مخه خبريالانو ته وويل چې طالبان له جګړې نور ستړي شوي دي او له امريکا سره د هوکړې د لاسليکولو په لټه کې دي.

په اووه ورځو کې د تاوتريخوالي نه تر سره کولو موافقه چې موده يې د شنبې په ورځ پيل شو ، د طالبانو مشرتابه لپاره يوه ازموينه کيدای شي چې ايا دوی له امريکا سره د هوکړې لاسليکولو څخه مخکې به دوی پر خپل جنګيالي کنټرولولی شي که نه.

د مالوماتو له مخې د افغانستان د امنيتي چارواکو په وينا ، له ټول هېواد څخه تر اوسه د کومې لويې پيښې راپور نه دی ورکول شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای