CRI Online

د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې د چين کوښښونه

cri     (GMT+08:00) 2020-03-20 18:11:56

د خپرونې په پيل کې څو ورځې مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ووهان ښار کې د څېړنې په اړه مالوماتو ته ستاسو پام رااړوو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون مشر شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان کې د نوي کورونا ويروس د ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول له چارو څخه ليدنه وکړه.

هغه د دغې لېدنې په ترڅ کې وويل، چې د ژوند د ضروري شيانر د عرضې په برخه کې بايد خلکو ته تضمين ورکړل شي، د زړو کسانو او ماشومانو په شمول له ځانګړو کسانو سره بايد پر وخت مرستې ورکړای شي چې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لپاره په خپلو کورونو کې د قرنطين په حال کې دي.

هغه په همدې ورځ له ساري ناروغۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه وو هان ښار کې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لارښوونه وکړه او په دغه مبارزه کې د برياليتوب تر لاسه کولو حکم يې وکړ.

چين له دوو مياشتو څخه په کمه موده کې، د يادې ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول حالت ښه کړی چې دا د چين د دولت رئيس او خلکو د ګډو کوښښونو نتيجه بلل کيږي او له وو هان ښار څخه د شي جين پينګ ليدنه د ياد نظر څرګندونه ده.

د روسيې د علمي اکاډمۍ د ليري ختيځ انسټيټيوت مرستيال مشر اوستروفسکي وويل، چې د چين کمونېست ګوند د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې د عامو خلکو ژوند او روغتيا ته د لومړيتوب پر اصل ټينګار کوي، دا به د دغه هېواد خلک وهڅوي چې پر ټينګ باور له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړي او خامخا به برياليتوب تر لاسه کوي.

روغتون او استوګنيزه سيمه د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د چين په مبارزه کې دوه مهم ميدانونه بلل کيږي، نو له يادو ۲ ځايونو څخه ليدنه د شي جين پينګ د دغه سفر مهمه برخه وه.

شي جين پينګ وو هان ته تر رسېدو وروسته سمدلاسه هوشنشان روغتون ته ولاړ او هلته يې د طبي کارکوونکو د حال او احوال پوښتنه وکړه او دوی ته يې وويل، چې تاسو زما په زړه کې ډېر د احترام او ستاينې وړ کسان ياست.

هغه له ناروغانو سره هم ويډيويي کتنه وکړه او د دوی باور يې نور هم ټينګ کړ. نوموړي له يوه ځايي ښارګوټي څخه د ليدنې په ترڅ کې د وقايې او طبي چارو او خدمتونو او د خلکو د ژوند د تضمين په اړه معلومات تر لاسه کړل.

هغه د هو بۍ ولايت په تيره بيا د وو هان خلکو له قربانۍ او سترو خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه. هغه د هو بۍ ولايت د بېلا بېلو سيمو له چارواکو سره په يوه ويډيويي غونډه کې له ساري ناروغۍ سره د مبارزې د راتلونکې مرحلې په اړه د ۶ برخو کارونه وټاکل.

اوس د نړيوالې ټولنې پر وړاندې دا لويه ننګونه ده او د نوي کورونا ويروس ناروغي د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې يوه ازموينه هم ده.

د دغې ناروغۍ د نړۍ لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د غبرګونونو او چلند د څېړلو او ارزولو فرصت برابر کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم غيبريسوس وويل، چې په بېجينګ کې يې دا ليدلې چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مستقيمه توګه د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول لارښوونه کړې.

هغه زياته کړه چې د چين مشر خپل مشرتوب او سياسي ارادې څرګندې کړې او د روغتيا نړيوال سازمان تل له ټولو هېوادونو څخه د همدغسې کړنې غوښتنه کړې.

له وو هان څخه د شي جين پينګ ليدنې ټولې نړۍ ته پيغام ورکړ چې چين ټينګ باور، اراده او توان لري او د نوي کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د چين د مبارزې پسرلی به ډېر ژر راورسيږي.

په دې وروستيو ورځو کې ناول کرونا ساري ناروغۍ پېښې په زياتو هېوادونو کې رامنځته شوې چې دا حالات د انديښنې وړ دي. نړيواله ټولنه بايد د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره ژر تدبير تر سره کړي او له دې ويروس څخه د نړۍ د ژغورنې لپاره له يو بل سره همکاري وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نيټې په شپه د م م له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره ټليفونې خبرې وکړې او د دې په ترڅ کې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په اړه يې وړانديزونه وکړل.

د دغې ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته رئيس شي جين پينګ د ځينو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په نظريې ټينګار وکړ او د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا يې مهمه وبلله.

اوسمهال د چينايان په نه ستومانه کيدونکو کوښښونو په ترڅ کې په چين کې د دې ساري ناروغۍ د کنټرولېدو حالت په پر له پسي توګه ښه شوی دی او د توليدي چارو او د خلکو د ژوند نظام د بېر ته عادي کېدو په حال کې دی.

رئيس شي جين پينګ د ټليفونې خبرو په ترڅ کې له انټونيو ګوټريس څخه مننه وکړه او و يې ويل چې چينايان به د دغې ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې ډېر ژر برياليتوب اعلان کړي او د پلان له مخې به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ موخه تر سره کړي.

انټونيو ګوټريس په دې اړه وويل چې دا نه يوازي د چينايانو ګټو په اغېزمنتيا کې رول لري بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره به مهم خدمتونه تر سره کړي.

ګرانو اورېدونکو! د چينايانو نه ستومانه کېدونکو هڅو په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول لپاره مهم خدمتونه کړي دي. چين به په اوسنيو حالاتو کې د دغې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

په عين وخت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د ايټاليا ولسمشر سيرګيو ماټاريلا ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د ناول کرونا ويروس له امله د ساري ناروغۍ د رامنځته کېدو په اړه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د ايټاليا حکومت او خلکو ته يې د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده.

شي جين پينګ د خواخوږۍ په دې پيغام کې ويلي چې دا د چين او ايټاليا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو عمده تمايل دی چې په سختو حالاتو کې يو د بل ملاتړ او يو له بل سره همکارۍ کوي.

د چين حکومت او خلکو د دغې ناروغۍ د وقايې او کنټرول په اړه د ايټاليا له کوښښونو ملاتړ کوي او چين غواړي له ايټاليا سره په دې برخه کې همکارۍ او ور سره مرسته وکړي.

د مارچ په ۱۶مه نېټه په ((چيو شه)) مجله کې يوه مهمه مقاله (( د ناول کورونا ويروس له ساري ناروغۍ سره د مبارزې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره بايد پياوړې علمي تکنالوژي برابره شي )) خپره شوه.

دغه مقاله د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ تر سره شوه.

په دې مقاله کې پر دې ټينګار شوی چې علمي تکنالوژي له ناروغيو سره د انسانانو په مبارزو کې تر ټولو ځواکمنه وسله ده، نو د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه علمي څېړنې بايد د يوې مهمې او بېړنۍ دندې په توګه وټاکل شي او ژر تر ژره دې د علمي څېړنو له لارې د دې ناروغۍ د وقايې او کنترول په چارو کې مهمې او ستونزمنې مسئلې حل شي.

په دې مقاله کې همدارنګه راغلي چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د وقايې او کنترول په اړه نړيوالې همکارۍ بايد پياوړې شي. عام طب او روغتيا د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده او د بېلا بېلو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري.

په زياتو هېوادونو کې د دې ناروغۍ پېښې رامنځته شوې، نو د روغتيا له نړيوال سازمان سره بايد د معلوماتو تبادلې زياتې شي، د درملو، واکسين او ازمايښت په برخو کې بايد د اړوندو هېوادونو ترمنځ د علمي څېړنو همکارۍ پياوړې شي او اړوند معلومات بايد له يو بل سره شريک شي.

ګرانو اورېدونکو، د هميانۍ پروګرام نننۍ خپرونه همدومره وه، هيله ده چې خپاره شوي معلومات مو د خوښې وړ ګرځيدلي وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای