د سين هوا اژانس د مارچ په ۲۵مه نېټه د قطر خارجه وزارت په قول خبر ورکړ چې د افغانستان حکومت او د دغه هېواد طالبان په همدې ورځ د يو بل د بنديانو د خوشي کولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
د قطر خارجه وزارت په خپل رسمي ويبسايټ کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې افغان حکومت او طالبانو په ۲۵ مه نېټه د دوهم ځل لپاره ويډيويي مذاکرات تر سره کړل چې قطر، امريکا او د سره صليب نړيوالې ټولنې استازو هم پکې ګډون درلود.
د امريکايي حکومت د افغانستان د سولې چارو ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد په همدې ورځ خبر ورکړ، افغان حکومت او طالبان موافقې ته ورسېدل چې د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه د يو بل بنديانو په خوشي کولو پيل وکړي. د دغو دواړو اړخونو ترمنځ مذاکرات به دوام ولري څو چې د بنديانو خوشي کول په منظم ډول تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |