CRI Online

په افغانستان کې دوو بريدونو ۳۳ تنه ووژل.

cri     (GMT+08:00) 2020-03-26 10:10:19

سين هوا اژانس د مارچ په ۲۵مه نېټه د يو افغان چارواکي په قول خبر ورکړ چې د دغه هېواد په پلازمېنه کابل او جنوب هلمند ولايت کې په همدې ورځ دوه بريدونه وشول چې له امله يې ۳۳ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه چې څو بريدګرو په کابل ښار کې پر يو درمسال بريد وکړ او وروسته امنيتي ځواکونو ور سره جګړه وکړه چې ټول بريدګر يې په ډزو ووژل او ۸۰ تنه ولسي وګړي يې وژغورل، خو ۲۵ تنه په بريد کې وژل شوي. د هملمند ولايت په موسی کلاولسوالي کې يو موټر په همدې ورځ د لارې تر څنګ بم ښکار شو چې له امله يې په موټر کې ټول ۸ تنه وژل شوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای