CRI Online

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا د سولې له هوکړې څخه سرغړونه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 11:24:54

طالبانو د اپريل په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا له خپلو ملګرو سره د امريکا او طالبانو د سولې له هوکړې څخه سرغړونه کړې ده.

د تېرې فبروې په ۲۹مه نېټه امريکا په جلا جلا توګه له افغان حکومت سره يوه ګډه اعلاميه او له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ. د دې تړون له مخې، طالبان به له افغان حکومت سره د مارچ په لسمه نېټه بين الا افغاني خبرې اترې پيل کړي. تر دې مخکې افغان حکومت بايد د طالبانو پنځه زره بنديان خوشي کړي او طالبان به د حکومت زر بنديان خوشي کوي. خو دا محتويات د امريکا او افغان حکومت په ګډه اعلاميه کې نشته، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د بنديانو خوشي کول د بين الاافغاني خبرو اترو يوه برخه ده او امريکا پکې د لاسوهنې حق نه لري.

تر همغږۍ وروسته ولسمشر اشرف غني د مارچ په ۱۱مه نېټه د طالبانو بنديانو د خوشي کېدو په اړه يو فرمان لاسليک کړ او د ټاکلي پلان له مخې به د لومړۍ ډلې بنديان د مارچ په ۱۴مه نېټه خوشي شي، بيا وروسته دغه کړنه د مارچ ۳۱ مې نېټې ته وځنډول شوه او تر هغې وروسته يو ځل بيا ځنډول شوې ده.

ويل کېږي چې د بنديانو خوشي کېدو مسئله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پيل کېدو سره مستقيمه اړيکه لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای