CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 12:01:43

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د اپريل په اتمه نېټه د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره تليفوني خرې وکړې او د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې.

سفير وانګ يو تر هر څه لومړی د نوې دندې د پيلولو له امله اتمر ته مبارکي وويله او ويې ويل چې ښاغلی محمد حنيف اتمر تجربه لرونکی شخص دی او باور لري چې د ده په مشرۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د هڅو له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا ټينګه شي. اوس افغانستان د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له خطرونو سره مخ دی.که څه هم چين له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې په کليدي پړاو کې دی،خو لاهم يې له افغانستان سره مرستې وکړې.څو ورځې دمخه د چين مرستدويه طبي توکي په ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته ليږدول شوي دي .چين به تل له افغانانو سره ولاړ وي او له افغانستان سره به مرستو ته دوام ور کړي.

اتمر له افغانستان سره د چين د مرستو له امله له سفير وانګ يو څخه مننه څرګنده کړه او غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای