د المپيک نړيواله کمېټه او د ۲۰۲۰ المپيک لوبو ترسره کېدو کمېټې په ۲۰۲۱ کال کې د يادو لوبو د ترسره کېدو پر نوې نېټې موافقه وکړه.
تسنيم خبري اژانس د مارچ په ۳۰مه خبر ورکړ چې د جاپان د کيودو خبري آژانس د راپور له مخې، د توکيو ۲۰۲۰ المپيک لوبې چې په نړيواله کچه د ناول کرونا و يروس د خپرېدو او د ورزشکارانو د روغتيا ساتنې په موخه د يو کال لپاره ځنډول شوې وې، د نوي پروګرام له مخې به دغه سيالۍ د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۸مې نېټې په توکيو کې ترسره شي.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې دغه لوبې د روان ميلادي کال د جولای له ۲۴مې څخه د اګست تر ۹مې پورې د توکيو په کوربه توب ترسره شي، خو په نړۍ کې په پراخه توګه د ناول کرونا ويروس د خپرېدو او ترې د نړۍ ډېرو هېوادونو اغېزمنېدو له امله دغه لوبې و ځنډېدې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |