د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اپريل په ۱۲مه نېټه وويل، په همدې ورځ يې د دې هېواد د امنيتي ځواک ۲۰ بنديان له بند څخه ازاد کړي.
د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزو رسنيو کې وويل، د دې هېواد د امنيتي ځواک ۲۰ بنديان په همدې ورځ په کندهار کې د سور صليب نړيوالې ټولنې کارکوونکو ته سپارل شوي. هغه په عين وخت کې اړوند عکسونه هم خپاره کړي. د افغانستان حکومت د اپريل له ۸مې نېټې څخه د طالبانو بنديانو خوشي کول شروع کړي، تر ۱۲مې نېټې پورې يې د طالبانو ۳۰۰ بنديان خوشي کړي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |