CRI Online

چين د افغانستان مسئلې په اړه د م م د لا مهم رول له لوبولو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-17 16:10:37

په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اپريل په ۱۶ مه نېټه وويل چې اوسهال افغانستان په يوه مهمه مرحله کې دی. چين د افغانستان مسئلې په اړه د م م د لا مهم رول له لوبولو څخه ملاتړ کوي.

جانګ جون په همدې ورځ د افغانستان مسئلې په اړه د ۶+۲ ويډيويي غونډه کې وويل چې د افغانستان سوله ييز بهير اوس تاريخي فرصت رامنځته کړی او چين د افغانانو په مشرۍ او حاکميت سره له ټول شموله سوله ييز بهير څخه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو ورځو کې افغان حکومت او طالبانو د يو بل د بنديانو د خوشي کولو له لارې د بين الفغاني مذاکراتو د پيل شرايط برابر کړی. چين د دې کار ستاينه کوي او غواړي چې بين افغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي. چين د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی کوي، د دغه هېواد له يووالۍ او سياسي ثبات څخه ملاتړ کوي او هيله ده چې په افغانستان کې دې يو پراخ بنسټ حکومت جوړ شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای