د چين د نوي ډول انسان وړونکې فضايي بيړۍ بېرته راستنوونکی کابين د مې د ۸مې نېټې د ماسپښين په يوې بجې او ۴۹ دقيقو په برياليتوب سره پر ځمکې کښته شو چې له دې لارې له لوړې تودوخې څخه د بېرته راستنوونکي کابين د ساتلو، کنټرول، د څو پاراشوټونو د بېرته اخيستلو او د ياد کابين ځينو برخو د بيا کارولو په شمول پر ځينو مهمو تکنالوژيو ازموينې بريالۍ شوې دي.
د چين نوی ډول انسان وړونکې فضايي بيړۍ د مې د ۵مې نېټې د ماښام په ۶ بجو فضا ته توغول شوې چې په بهرنۍ فضا کې يې څو څو علمي او تخنيکي ازموينې پوره کړې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |