د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان حکومت يوه چارواکي د مۍ په ۱۱مه نېټه وويل، چې طالبانو د تېرې ورځې په شپه لغمان ولايت کې د افغان پوځ پر يوې پوستې بريد کړی، چې امله يې ۱۲تنه وژل شوي او یو شمير نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د مۍ د ۱۰مې نېټې په شپه د طالبانو يوې ډلې د دې ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر يوې پوستې بريد کړی، چې له امله يې د افغان پوځ شپږ سرتيري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
افغان پوځ په ځوابي بريد کې د طالبانو ۶ غړي وژلي دي او ۱۷ نور ټپيان دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |