CRI Online

سږکال به چين فعاله مالي پاليسې غوره کړي او په اړينو ځايونو کې به لا زياته پانګونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 17:21:30

د چين د ماليې وزير ليو کونګ د مۍ په ۲۲مه نېټه د دې هېواد د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې د وزيرانو په مطبوعاتي فعاليت کې وويل، سږکال به چين د فعالې مالي پاليسې د کيفيت او اندازې په برخه کې هڅه وکړي، په اړينو ځايونو کې به لا زياته پانګونه واچوي او په نا ضروري برخه کې به پانګونه کمه کړي.

نوموړي وويل، سږکال به د هېواد د مرکزي حکومت مالي لګښت کم شي، د سيمه ييزو حکومتونو مالي لګښت به ۱۲.۸ فيصده يعنې ۹۵۰ مليارد يوانه زيات شي. د مرکزي حکومت نا ضروري او غيرې بېړنی لګښت به څه باندې ۵۰ فيصده کم شي او سپمولې پانګه به د کوويدـ۱۹ ويروس د مخنيوي په برخه کې وکارول شي. د درې ګونو لويو دندو د تر سره کولو، د بې وزلۍ د له منځه وړلو کارونو، اجباري ښوونې، بنسټيزې مستمري او په کليوالو سيمو کې د ټيټې سويې د ژوندانه ضمانت په برخو کې مهم لګښت به زيات شي. هغه زياته کړه، چې محلي حکومتونو ته ورکړل شوی مالي لګښت به اساسي برخو او د خلکو ژوند پروګرامونو ته په مستقيمه توګه صادر شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای