CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړی : د چين او امريکا تر منځ د اړيکو ښه والی واقعي بنسټونه لري او د چينايانو، امريکايانو او د نړۍ د ټولو خلکو له ګټو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 11:20:12

د چين او امريکا تر منځ اړيکې اوس د يوه کليدي پړاو په درشل کې دي. د مې په ۲۴مه نېټه، د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمې غونډې د چين د ديپلوماتيکو پاليسيو او له نورو هېوادونو سره د اړيکو په هکله خبري ناسته تر سره کړه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل، رښتيا ده چې د چين او امريکا تر منځ تضادونه شته، خو له دې څخه دا نه څرګندېږي چې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ فرصتونه ورک شوي دي.

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس غړي او د بېجينګ پوهنتون د چين او امريکا تر منځ د کولتوري تبادلې د څړنيز انستېتيوټ مشر جيا چينګ ګوه وويل، په اوسنۍ نړۍ کې، له کابو ټولو نړيوالو ننګونو سره مقاومت د چين او امريکا ګډو همکاريو ته اړتيا لري، د چين او امريکا تر منځ همکارۍ په اوږده موده کې د ښه والي شونتيا شتون لري.

د ياد کنفرانس غړې او د چين د ټولنيزو علومو د څړنيزې اکاډمۍ غړې جاو مې وويل، د چين او امريکا تر منځ يو له بل څخه د ملاتړ او ګډ پرمختګ اړيکې د دواړو خواوو او د نړۍ له سترو ګټو سره سمون لري. چين بايد د امريکا د ځينو سياستوالو د بې اساسه تورونو په وړاندې ستراتيژيکه پراخه سينه وساتي او خپلو کارونو ته دې په ښه توګه پام وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې چين غواړي د نه شخړې، يو د بل د درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر اصولو له امريکا سره ثابتې اړيکې ټينګې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای