CRI Online

چين به د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په جريان کې د چاپيريال د ادارې توان او سيستم عصري کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 09:45:56

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چاپيريال وزير هوانګ ژون چيو د مې د ۲۵مې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې وويل، چين به د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په جريان کې په پر له پسې ډول د ککړتيا د مخنيوي لپاره د توکو پاکولو کار بشپړ کړي، د چاپيريال د ساتنې کار به پياوړی کړي او د چاپيريال د ساتنې سيستم او توان د عصري کېدو سويه به لوړه کړي. تر اوسه د چاپيريال د ښه والي پړاويز برياليتوب نه دی تر لاسه شوی، چين به د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په جريان کې په مسلسل او پر له پسې ډول په دې ساحه کې کوښښ وکړي.

هغه وويل، زه په دې باور لرم، چې د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په پای کې به د چاپيريال د ادارې يو بشپړ او هر اړخيز سيستم جوړ شي او له دې وروسته به د چاپيريال ساتنې د ادارې سيستم او توان ډېر ښه او بشپړ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای