CRI Online

د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د قانون جوړونې پلان خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 12:45:50
د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د قانون جوړونې پلان خپور شو

د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې دوهمه عمومي غونډه د مۍ په ۲۵مه نېټه ترسره شوه. په دې غونډه کې د دې کانګرس د دايمي کمېټې کاري راپور واورېدل شو او تر څېړنې لاندې ونيول شو. په دې راپور کې چين کې د قانون جوړونې کارونو نتيجه او د قانون جوړونې کلنی پلان شامل دي او د هانکانګ په اړه د ملي امنيت قانوني مسودې د جوړېدو بهير پکې بيان شوی دی.

په دغه غونډه کې د هانکانګ د ملي امنيت قانوني مسوده ډېره د پاملرنې وړ وه. د عامو افکارو په اند، د دې قانوني مسودې په جوړېدو سره به د هانکانګ وضعيت په اړه رامنځته شوې ستونزې حل شي. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو په دې اړه وويل

((موږ د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د څلورمې عمومي غونډې له روحيې سره سم او د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې کې د ملي امنيت ساتلو مالومات تر اورېدلو وروسته دغه مسوده جوړه کړه، چې بشپړ نوم يې دی، (د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د ملي امنيت د ساتلو په پار د قانوني نظام او د تطبيق ميکانيزم د بشپړتيا پرېکړه ) اوس دغه مسوده د څېړنې او بحث لپاره د ملي ولسي کانګرس عمومي غونډۍ ته وړاندې شوې ده. باور لرو چې د ټولو استازو په ګډو کښښونو سره به د قانون جوړونې دغه دنده ښه تر سره شي.))

ښاغلي لي جان شو خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې د يادې پرېکړې ټاکل په نويو حالاتو کې په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو او له قانون سره سم د هانکانګ د ادارې لپاره يوه ډېر مهم ګام دی او د هانکانګيانو په شمول د ټولو چينايانو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. دغه پرېکړه به د چين د حاکميت، خونديتوب، د پرمختګ ګټو د ساتلو او د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د ضمانت لپاره قوي قانوني تضميم برابر کړي.

د مالوماتو له مخې، که دغه پرېکړه تصويب شي، نو د چين ملي ولسي کانګرس به دايمي کمېټې ته صلاحيت ورکړي، چې اړوند قانوني نظام او د تطبيق ميکانيزم بشپړ کړي، او دغه قانون به په هانکانګ کې په جدي او اغېزمنه توګه پلې شي. لي جان شو په دې اړه وويل:

((د چين د ملي کانګرس دايمي کمېټه به په ټينګې ارادې او له قانون سره سم هانکانګ او مکاو اداره کړي، د اساسي قانون او بنسټيز قانون لخوا ټاکل شوی نظام به وساتي، د اساسي قانون د تفسيرولو لپاره د دې دايمي کمېټې نظام به لا بشپړ کړي او د دولت په کچه به په ځانګړو اداري سيمو کې د ملي امنيت ساتلو لپاره قانوني نظام او د تطبيق ميکانيزم جوړ کړي. ))

د مدني قانون مسوده چې د څارنې او بحث لپاره دغې غونډې ته وړاندې شوې، هم ډېرې پاملرنې يې جلب کړې دي. دغه قانون ستر اهميت لري. د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو وويل:

((د مدني قانون مسوده د چين د قانون جوړونې په برخه کې يوه نښه لرونکی برياليتوب دی. باور لرم چې د ټولو استازو تر څېړنې او بحث وروسته به يو داسې مدني قانون جوړ شي چې د چين ځانګړتياوې او د زمانۍ روحيه به ولري، د خلکو نيت به ترې ښکاري، مدني حقونه او ټولنيز عدالت او برابري به ساتي. ))

د يادولو وړ ده، چې د کوويد-۱۹ ناروغۍ تر رامنځته کېدو وروسته د چين قانون جوړونکي ارګان ډېر چټک او اغېزمن کړه وړه غوره کړي او د دې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره يې قانوني ملاتړ برابر کړی دی. د چين قانون جوړونکی ارګان به په راتلونکي کې د عامې روغتيا د ضمانت قانوني سيستم په اړه د اړوندو قوانينو د جوړونې او ترميم کارونه پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای