CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس استازو د ‎مدني قوانینو ټولګې پر مسودې بحثونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2020-05-27 11:10:44

د چين د ملي ولسي کانګرس استازو د چين د لومړۍ مدني قوانینو ټولګې پر مسودې د بحث په وخت کې څرګنده کړه چې دغه مسوده د چين ځانګړتياوې لري ، د زمانې ځانګړتياوې او د خلکو هيلې منعکسوي. خلکو ته د لومړيتوب ورکولو نظريه په ياده مسوده کې هر چيرې ده. د دغه مدني قوانینو ټولګې مسوده د تړونونو او بشري شخصي حقوقو په ګډون پر اوو برخو ويشل کيږي چې په کې بشري شخصي حقوق د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شان شي د هوا جيو د حقوق پوهانو څانګې مسؤل ليو جنګ وويل چې د مدني قوانينو ټولګې مسوده د خلکو د شخصيتونو د کرامت او د وقار په ساتلو باندې ټينګار کوي او په بشپړ ډول د خلکو پر مرکزيت د پرمختګ نظر ښکاره کوي. ښاغلي ليو وويل د مدني قوانينو ټولګې په مسوده کې د بشري شخصي حقوقو ځای پر ځای کېدل د اساسي قانون غوښتنې تطبيق کوي چې د خلکو د شخصي وقار له تېري څخه خوندي کوي. له دې څخه د اتباعو د شخصي حقوقو جدي منل او ساتنه څرګندېږي.

د مدني قوانينو ټولګې مسوده په انټرنېټ کې د معلوماتو ساتنه تقويه کړې او په انټرنېټ کې د مجازی ملکيت قانوني وضعيت پېژندنه کوي. د چين د ملي ولسي کانګرس غړي او د بېجينګ ښار د حقوق پوهانو د ټولنې مشر ګاو ځه چنګ وويل د مدني قوانينو ټولګې د مسودې معاصرې ځانګړتياوې د لويې ډېټا خوندي کولو ، د معلوماتو ساتلو او په انټرنېټ کې د مجازي ملکيت ساتنه کې منعکس کېږي چې په راتلونکي کې د قانون پلي کولو لپاره شرايط او قانوني سرچينې برابرې کړي.

ښاغلي ليو جنګ وويل چې په نوې زمانه کې نوي پرمختګ نوي قانوني مسئلې راپوزته کوي .په ياده مسوده کې د سرچينو سپمولو او د چاپيريال د ساتنې په اړه زرغون اصل د مدني قوانينو ټولګې د بنسټيز اصل په توګه ټاکل شوی کوم چې هغه څه منعکسوي چې د مدني قوانينو ټولګې د مسودې جوړول د زمانې له پرمختګ سره سمون لري.ښاغلي ليو وويل

د مدني قوانينو ټولګې په مسوده کې د چاپيريال تمدن مفهوم هم شامل دی. چاپيريال تمدن هغه چاپيريال دی چې پکې هر وګړی د ژوند کولو حق لري. که چېرې چاپيريال وده او پرمختګ ومومي، هرڅوک او ټول به ترې ګټه اخلي.

د چين د خلکو پوهنتون د قانون انستېتيوټ مشر وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې په ۲۱مې پيړۍ کې د چين مدني قوانينو ټولګه د نولسمې پيړۍ په پيل کې د فرانسې د مدني قوانينو ټولګې او د شلمې پيړۍ په پيل کې د جرمني له مدني قوانينو ټولګې سره توپيرونه لري.

د معلوماتي کېدو او د لويې ډېټا د زمانې په راتګ سره ، د چين مدني قوانينو ټولګه به په نوې پيړۍ کې د انسانانو پر وړاندې ګډو ستونزو ته لازم ځوابونه ورکړي. ښاغلي وانګ وويل

د مثال په توګه ، د لويې ډېټا او کلاوډ کمپيوټرينګ له پرمختګ سره سره ، د طبيعي اشخاصو د شخصي معلوماتو د ساتنې مسئله ډېره مهمه او عاجله کېږي . موږ اړتيا لرو چې د طبيعي اشخاصو د شخصي معلوماتو بشپړه ساتنه چمتو او تضمين کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای