د جون په ۷مه نېټه، په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يوو او د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر احمد جواد عثماني ويډيويي غونډه تر سره کړه او پکې دواړو خواوو په افغانستان کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو حالاتو او د دې ويروس د مخنيوي لپاره د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ پياوړتيا په باب د نظريو تبادلې وکړې.
وانګ يوو وويل، چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه، ښه ملګري او ښه دوستان دي او د کوويد-۱۹ د مخنيوي په برخه کې يو له بل سره مرستې کړې دي. په چين کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو په ډېر ستونزمنو وختونو کې، افغانستان له چين سره د ښه نيت مرسته کړې ده، چين په مقابل کې افغانستان ته د دې ناروغۍ پر ضد درې جوپو کې د اړتياوړ توکي برابر کړي او تر وسې پورې به به افغانستان سره پر له پسې مرستې وکړي.
عثماني په افغانستان کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو په باب مالومات ورکړل، د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې د چين مرستې وستايلې او په دې ساحه کې يې له چين سره د همکاريو پياوړتيا او زياتوالي هيله يې وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |