CRI Online

د امريکا د ديموکرات ګوند غړو طالبانو ته د روسيې لخوا د جايزې ورکولو په باب د اطلاعاتو لا زيات جزيات غواړي

cri     (GMT+08:00) 2020-07-01 16:20:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د عوامو مجلس د جون په ۳۰مه نېټه طالبانو ته د روسيې لخوا د جايزې ورکولو په باب د سپينې ماڼې له راپور څخه نا رضايت څرګند کړ او د اطلاعاتو له ادارې څخه يې د لا زياتو جزياتو د برابرولو غوښتنه وکړه.

د عوامو مجلس مشر سټني هوير وويل، د اطلاعاتو ادارې بايد د دې اطلاعاتو د واقعيت ارزونه وکړي.

پنتاګون د جون په ۳۰مه نېټه دې ته اشاره وکړه چې د امريکا دفاع وزارت په پر له پسې ډول د دې اطلاعاتو په باب څېړنه کړې ده. تر اوسه پورې د سپينې ماڼې لخوا په وړاندې شوي راپور کې د دې خبرو په اړه شواهد نه شته.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته اطلاعات رسېدلي، چې روسيې هغو طالبانو ته جايزې ورکړې چې په افغانستان کې پر ايساف پوځيانو يې بريدونه کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای