د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د پاکستان صدر اعظم عمران خان د جولای په ۴مه نېټه د چين او پاکستان اقتصادي دهليز له اړوندو پروژو څخه د ليدنې پر وخت څرګنده کړه چې دغه اقتصادي دهليز د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ نښه ده او د پاکستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره سترې پروژې دي. پاکستان بايد په هرې بيې اړوندې پروژې پوره کړي او عامو پاکستانيانو ته دې ګټې ورسوي. هغه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ځانګړې ادارې د کارونو ستاينه هم وکړه.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |