CRI Online

د افغانستان په شمال کې د موټر بم چاودنې له امله د مرګژوبلې شمېر ۷۷ تنو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-07-14 16:42:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان د حکومت يو اړوند چارواکي د جولای په ۱۳مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې په همدې ورځ سهار د موټر بم يوه چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴تنه وژلي او ۶۳تنه ټپيان کړي دي.

د ياد ولايت وياند محمد صديق عزيزي وويل چې په همدې ورځ سهار د طالبانو يو ځانمرګي بريدګر د سمنګان ولايت د ملي امنيت ادارې د ودانۍ دباندې يو موټر بم ته چاودنه ورکړه. وروسته دوه بريد ګر د ملي امنيت ادارې انګړ ته ننوتل او د ملي امنيت له پوځيانو سره په جګړه بوخت شول. عزيزي وويل چې په دغه نښته او ډزو کې د ملي امنيت ادارې ۱۱ کارکوونکي او دري بريدګر وژل شوي او د څه دپاسه ۵۰ ملکي وګړو په شمول ۶۳تنه ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغې پيښې پړه په غاړه اخيستې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای