CRI Online

د نړيوالو چارو افغان کارپوه: د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د امريکا د وتلو پرېکړه يوه لويه اشتباه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-07-16 16:02:13

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې د نړيوالو چارو افغان کارپوه بسم الله خان سيلاني د جولای په ۱۵مه نېټه زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د امريکا د وتلو پرېکړه يوه لويه اشتباده ده. امريکا تل د داسې دريځ ادعا لري او د جهان د مشرتوب او قدرت دعوه کوي.خو تر اوسه دوی د کوويد ۱۹ ويروس په خپل هېواد کې نه دی مديريت کړی او په دې مبارزه کې مطلق ناکامه شوې ده.

هغه زياته کړه چې امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو له لارې د هېواد په دننه کې شته ډېر پټ کړي تر څو خلک يې خبر نه شي. په دې خاطر ډونالډ ټرمپ کوشش کوي چې راتلونکي انتخابات يو ځل بيا وګټي او د ټيټ او منځني عايدات لرونکو کسانو هغه باور تر لاسه کړي چې هغه د امريکا د اقتصاد د قوي کولو لپاره هڅې کوي او له هغو تړونونو څخه يې وتلی لکه د پاريس اقليمي تړون، د ايران د اټومي انرژۍ مسئلې په هکله تړون او اوس د روغتيا له نړيوال سازمان څخه چې د امريکا په ګټه نه دي. په دې توګه هغه غواړي چې د دغو کارونو په تر سره کولو سره خپلو خلکو ته داسې وښيي چې هغه د خپل ملت د اقتصاد د قوي کولو لپاره ډ‌ېرې هڅې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای