CRI Online

کارولين فيربين: بريتانيا له چين سره د اقتصادي اړيکو د پرې کولو پایله نشي زغملی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-24 12:14:21
کارولين فيربين: بريتانيا له چين سره د اقتصادي اړيکو د پرې کولو پایله نشي زغملی

د بريتانيا فاينېنشل ټايمز ورځپاڼې د جولای په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد د صنعتي چارو ټولنې د عمومي مديرې کارولين فيربين د (بريتانيا له چين سره د اقتصادي اړيکو د پرې کولو نتيجه نه شي زغملی ) تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه. په دغه مقاله کې ليکل شوي، د چين او بريتانيا ترمنځ سوداګري د بريتانيا لپاره ستر اهميت لري. د بريتانيا حکومت بايد دايمي حالاتو ته په کتو له چين سره ښې سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي.

د مېرمن کارولين فيربين په اند، اوس په بريتانيا کې د کوويد-۱۹ وبا له امله لسګونه زره کسان بې روزګاره شوي او دندې نه لري. چين په نړۍ کې د اقتصاد په برخه کې دوهم مقام نيسي او د نړيوال اقتصاد پياوړی هڅوونکی ماشين هم دی، نو له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ټينګښت د بريتانيايانو د روزګار لپاره ډېر مهم دی.

د بريتانيا او چين د سوداګريزې ټولنې د يوې پلټنې نتيجه ښيي، چې د سوداګرۍ، سيلانۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د چين او بريتانيا د همکارۍ له کبله بريتانيانو ته د روزګار کابو ۱۵۰ زره فرصتونه برابر شوي دي. له چين سره سوداګريزې همکارۍ بريتانيانو ته رښتنې ګټې رسولې دي، د يادې ټولنې اجرائيه مشر ماسيو روس وويل، د بريتانيا او چين ترمنځ سوداګري د بريتانيانو د روزګار لپاره يوه مهمه تکيه ده.

د يادې ټولنې د راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې چين د بريتانيا د صادراتو لپاره تر امريکا او اروپايي ټولنې وروسته درېيم لوی هېواد دی.

د بريتانيا د ښوونيزې ادارې يو راپور ښيي، چې په دغه هېواد کې د چيني محصلينو او زده کوونکو شمېر د نورو هيوادونو په پرتله زيات دی. نو د چيني محصلينو او زده کوونکو منل او چينايانو ته نوښتي خدمتونه او ګرانبیه توکي (ليکسري) شيان صادرول د بريتانيا د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر ګټور دي.

مېرمن کارولين فيربين په دغې لېکنې کې دې ته اشاره کړې، چې چين په وروستيو کلونو کې د عملي څېړنې په برخه کې ډېر لګښتونه کړي دي. په ۲۰۱۶ کال کې په دغه برخه کې د چين لګښت د نړۍ په عمومي لګښت کې شل سلنه نيولې وه، له دې څخه ښکاري چې د ځيرکتيا په برخه کې د چين توان نه کمزوری کېږي.

بريتانيا د جولای په ۱۴مه نېټه د ملي امنيت ساتلو په پلمه اعلان وکړ ،چې له راتلونکی کال څخه به ټولې مخابراتي تصدۍ دG 5 شبکه کې د چين د هوا وې شرکت تجهيزاتو کارول منع شي. برسيره پر دې، له ۲۰۲۷ کال څخه مخکې به په بريتانيا کې د هوا وې شرکت ټول اړوند تجهيزات ليرې شي.

مېرمن کارولين په دې اړه غوښتنه کړې، که بريتانيا ياده پرېکړه وکړي، نو بايد د دغه عمل له امله احتمالي رامنځته کېدو زيانونه په ډاګه کړي او داسې يوه اضافي لايحه دې چمتو کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي.

نوموړې په خپله مقاله کې دې ته اشاره کړې، چې له چين سره ښې اړيکې ټينګول د بريتانيا د لومړي وزير بوريس جونسون لخوا وړاندې شوی يوه مهمه تګلاره ده او د بريتانيا د لا پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري. بريتانيا بايد دايمي حالت تر غور ونيسي، که غواړي د سوداګرۍ په برخه کې لا زياتې ګټې تر لاسه کړي، نو بايد له لا نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي او له چين سره دې تجارتي چارې نه کموي. که بريتانيا له چين سره تجارتي اړيکې خرابې کړي، نور هېوادونه به د دې فرصت په کارولو سره له چين سره سوداګريزې اړيکې نږدې کړي.

نوموړې زياته کړې، چې چين يو لوی پراخ هېواد دی او د ګړندي پرمختګ په حال کې دی. د بريتانيا سوداګر له دې څخه ملاتړ کوي چې له چين سره د تجارت عصري او پخې اړيکې ټينګې کړي، بريتانيا بايد په دې اړه دايمي او دوامدارې تګلارې وټاکي. بريتانيا غواړي له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د سوداګرۍ په برخه کې خپله مقام وښيي، خو په دې بهير کې د وګړيو ګټو ته پاملرنه کول ډېر مهم دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای