د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۲۴ مه نېټه په دغه هېواد کې د امريکا سفارت ته وويل،د چين حکومت پرېکړه کړې چې په چنګ دو ښار کې د امريکا د عمومي کونسلګرۍ د جوړېدو او فعالېدو اجازه لغوه کړي او د دغې کونسلګرۍ د ټولو چارو او فعاليتونو د تړلو په اړه مشخصې غوښتنې وړاندې کړي. دا په هوسټن کې د چين د قونسلګرۍ د تړلو لپاره د امريکا د غوښتنې پر وړاندې د چين متقابل اقدام دی ، دغه عمل د امريکا له ولس سره مقابله نه ده، بلکې د چين پر ضد د يو شمېر ځواکونو لپاره کلک ځواب دی کوم چې د خپلو ګټو لپاره د چين او امريکا اړيکې خرابوي. له دې څخه د خپل عزت او حقوقو د ساتلو لپاره د چين ټينګ هوډ څرګندېږي چې له ډيپلوماتيکو مقرراتو سره سمون لري او عادلانه او اړين دی.
په دې وروستيو کې یو شمیر امریکایي سیاستوالو د کورنیو مخالفتونو او په ټولټاکنو کې د خپل برياليتوب لپاره کمپاين په موخه په اقتصادي ، ډیپلوماټیکو ، نظامي او ایدیولوژیکو برخو کې په هر اړخیزه توګه پر چين بريدونه کړي دي. دا د نړیوال ،د نړیوالو اړیکو له اساسي اصل د چین او امريکا د قونسلګرۍ تړون له اړوندو مقرراتو څخه سخته سرغړونه ده ، دا یو ډیر ناوړه سیاسي اشتباهات بلل کیدی شي.
چین د سولې غوښتونکي هیواد په توګه تل له ستراتیژیک او اوږد مهالې لحاظه د چین او امريکا اړیکې ګوري او تل یې له رغنده لارو د توپیرونو د حلولو ملاتړ کړی او له امریکا سره د "نوي سړې جګړې" په اړه د مبارزې اراده نه لري. حتی په هغه وخت کې چې د چین او امريکا اړیکې له بې ساري ستونزو سره مخ دي ، چیني چارواکي او غیر دولتي سازمانونه لاهم د دوه اړخیزو اړیکو د بدلون لپاره عقلي وړاندیز کوي. دا ځکه چې چین ښه پوهیږي چې د چین او امريکا اړیکو سالم او ثابت پرمختګ نه یوازې د چین او امريکا له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره هم ګټور دی.
اوسمهال د چین او امريکا اړیکې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو له جوړېدو راهیسې له تر ټولو سختو ننګونو سره مخ دي. همکاري به دواړو خواوو ته ګټه ورسوي ، مبارزه دواړو خواوو ته زیان رسوي ، همکاري یوازینی سم انتخاب دی ، دا د تاریخ لنډیز دی او باید د راتلونکي لپاره لارښود وي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |