CRI Online

د بريتانيا لنسيټ مجلې په نوې تبصره کې په چين کې د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په اړه داسې ليکل شوي......

cri     (GMT+08:00) 2020-07-25 21:25:51

د بريتانيا لنسيټ مجلې د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې چين يو ۱ مليارډ ۴۰۰ مليونه نفوس لرونکي هېواد دی چې ټول مساحت يې د اروپا او امريکا په اندازه دی. خو په دغه هېواد په د کوويد-۱۹ وبا په اغيزمنه توګه کنټرول شوې او په لويه پيمانه د خپرېدلو حالت نه شته.

په دغه تبصره کې پکې ليکل شوي چې په وروستيو څه دپاسه لسو کلونو کې چين د هېواد په دننه کې د عامې روغتيا د څيړنې په برخه کې زياتې پانګونې کړې دي. نو د چين ساينسپوهانو د دغه ويروس د رامنځته کېدلو په وخت کې ژر د دغه ويروس جوړښت تشخيص کړی او له نړيوالې ټولنې سره يې مالومات شريک کړي. د روان کال د جنورۍ تر پايه پورې د چين له سترې برخې او هانکانګ څخه ډاکترانو د ويروس ځانګړتياوې څرګندې کړې او د لنسيټ مجلې په يوه ليکنه کې ټولې نړۍ ته يې د دغه ويروس د خطر په اړه مالومات او خبرتيا ورکړې ده.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې چين تل د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسين د اختراع په کارونو کې مخکښ ځای لري. دغه راز د چين له تجربو څخه څرګنديږي چې د هېواد د روغتيا د څيړنې په سيستم کې پانګونه کول او د لابراتوارونو د توان لوړول ډېر مهم دي. دا د روغتيايي چارو د بيړنيو حالاتو او په ټوله نړۍ کې د روغتيايي امنيت په وړاندې د چين د چټکو او اغيزمنو غبرګونونو بنسټونه دي. دا د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.

برسيره پر دې د چين له تجربو ښکاري چې د علمي څيړنې پر بنسټ د چين حکومت د ساينس درناوی کوي او د ساينس ارزښتونه پيژني، نو علمي پريکړه کولی شي، نو دغه وبا تر اغيزمن کنټرول کيدای شي.

په دغه مقاله کې هغه بيلګه وړاندې شوې چې د وبا د رامنځته کېدلو په پيل کې د چين د روغتيايي چارو کميټې لخوا درې ډلې ساينسپوهان وو هان ښار ته تللي او د دغه ويروس د خطرونو په هکله يې څيړنې وکړې. د دوی وړانديزونه د دغه ښار د قرنطين کېدو پريکړې لپاره علمي دلايل برابر کړل. ساينسپوهانو د لنډ مهالو روغتونونو د جوړولو وړانديز وکړ او حکومت ژر دغه کار عملي کړ او خلک په پوره ډول له حکومت سره همکارۍ وکړې، دا ټول د وبا د ژر کنټرول کيدو لاملونه دي.

د دغې مقالې په پای کې ويل شوي چې بېلا بېل هېوادونه بايد د ټولې نړۍ د روغتيايي چارو د بيړنيو حالاتو په وړاندې همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای