CRI Online

چين د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-07-26 21:27:01

د چين د شمېرنې ملي ادارې د جولای په ۱۶مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی. د چين د اقتصادي بيارغونې بنسټ دا دی چې په چين کې د کوويد-۱۹ وبا په مؤثره توګه کنټرول شوې ، خو په ګرده نړۍ کې به د دې وبا پر ضد د بېلا بېلو هېوادونو ګډې مبارزې د راتلونکې يوې مودې لپاره موضوع وي او په نړيوال اقتصاد باندې يې اغېزې له پامه غورځول کيدای نشي. په دې برخه کې د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو لپاره د چين رول خورا مهم دی.

نړيوال پولي صندوق په تېر جون کې د نړيوال مالي ثبات راپور خپور کړ چې په کې يوځل بيا په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره د ياد صندوق وړاندوينه ټيټه شوې ده. اصلي لامل دا دی چې په مصرف باندې د کوويد-۱۹ وبا اغېزه له لومړني اټکل څخه سخته ده. د نړيوال پولي صندوق د اټکل له مخې ، نړيوال اقتصاد به سږکال د ۴ اعشاريه ۹ سلنه شاوخوا راټيټ شي ، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د چين د اقتصادي ودې انډول ممکن ۱ سلنه وي ، دغه راز به چين د نړۍ په عمده اقتصادونو کې يوازينی هېواد وي چې مثبته اقتصادي وده به ولري .ياد راپور دا هم په ګوته کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې به پرمختللي اقتصادونه او پرمختيايي اقتصادونه په عين وخت کې سخت اقتصادي کموالی تجربه کړي. د دوی په منځ کې به پرمختللي اقتصادونه ۸ سلنې ته او پرمختيايي اقتصادونه به ۳ سلنې ته راټيټ شي. که د چين وده شامله نه وي ، نو د پرمختيايي اقتصادونو مجموعي کمېدل به ۵ سلنې ته ورسېږي. د نړيوال اقتصاد لپاره په ځانګړې توګه پرمختيايي اقتصادونو کې د چين ونډه له دې څخه څرګندېدای شي. چين په مسلسلو ۳ کلونو کې د توکو په تجارت کې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی ، بهرنۍ سوداګرۍ د چين د اقتصادي ودې لپاره عمده خوځنده ځواک دی. په دې کې شک نشته چې چين به په ۲۰۲۰ کال کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره تر ټولو لوی خوځنده ځواک وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای